ساینس هغه پوهي ته وایی چې انسانان په کې دنیا، طبیعت او یا هم د خدای قدرتونه په کتو، غوږ نیولو، مشاهده کولو او ثبت کولو مطالعه کوي
او یا هم ساینس کشف شوي او نا کشف شوی علم ته وایی. مثلا کمپیوتر، د موټر ماشین، برق، انترنیت، ریدیو فریکوسی او غیره ټول کشف شوي علمونه دي چې د انسانانو سر په خلاصیږي او یا هم انسانان په پوهیګي. نا کشف ساینس د پوهې هغه پروسیجر ته وایی چې نوي علم په کې کشف یا پیدا کیړي. مشاهد، لمسونکي نتایج، (testing hypothesis) تستینګ هیپاتیسس د نا کشف شوی ساینس برخه ده. دواړه کشف شوي او نا کشف شوي علم یو بل ته ربط او رابطه لري. ځکه که کشف شوي علم د نا کشف شوي علم پوښتونو ته لار خلاصه وي
:په ټوله کې ساینس په لاندو برخو ویشل شوي ده
طبیعي ساینس یعنې د ژوند یا بایولاجیکل ساینسونه ته وایی او بایولاجکیکل ساینسونه د ژوندي اورګانیزمونه مطالعه کوي لکه حشارت، انسان، مرغي، نباتات، حیوانات، مکروبونه او داسې نور. فیزیکی ساینسونه هم د طبعی ساینسونو برخه ده لکه دنیا، فیزیک، کمیا، فضا او داسې نور
ټولنیز ساینس بیا ټولنه او انسانان مطالعه کوي لکه انتروپالوجي، سیکالوجي او داسي نور
رسمی ساینس منطق او ریاضي مطالعه کوي
آپلاید ساینس هغه ساینسوته ته وایی چې په موجوده ساینتیفک عمل یا پوهه باندې تکیه کوي چې نوي سافت ویرونه جوړ او پرمختګ لوری ته سوق کړي، لکه انجینري، روباتونه یا روباتیکس، زراعت، درمل او داسې نور
لیکونکي: مسافر وطنپال
ساینس څه ته وایئ ویدیو: لاندې لینک باندې کلیک کړي
Copyright © 2021 PhilO Theo Science - All Rights Reserved.
We use cookies to analyze website traffic and optimize your website experience. By accepting our use of cookies, your data will be aggregated with all other user data.