مخکې له دي چې تیالوجې تعریف یا تشریح کړو یو شي باید ثابت شي چې اوبو حنفیه بن ثابت، مالکي یا مالک بن انس، شافعی بن ادریس، احمد بن حنبل او ابو منصور الماتریدي په سني مذهب کې پینڅه مهم تیالوجستان ول
تیالوجې د دین یا مذهب مطالعه ته وایی یعنې تیالوجستان په نرۍ کې مختلف مذهبونه او عقاید مطالعه کوي او بعد له مطالعی په ټولنه کې د عقیدو په تاثیراتو خبرې او بحث کوي. موږ ټول په دي پوهیګو چې مذهب یا دین په یوه ټولنه کې ډیر مهم رول لوبه وي. مثال د اسلام مقدس دین په افغانستان چې د افغانانو د ژوند په هره برخه کې لکه د انسان په بدن کې د وینې او رګ رول لري. دا په دي معنا ده چې که افغانان رګ وي د اسلام مقدس دین یی د رګ وینه ده. یعنی افغانان پرته د اسلام نه ژوند نشي کولي. که موږ او تاسو یعنې افغانان له تیالوجی سره اشنایی ولرو بیا به موږ په ډیر شیانو سر خلاص شي. لکه د هېوادونو تر منځ د قوانین فرق، د انسانانو تاریخی ستونزې او شخړی او یا هم په ټولنو کې فرهنګی فرقونه او داسې نور
بل دا چې فلسفه، تاریخ او انترپالوجي هم د تیالوجې برخه ده. یعنې په ټوله کې تیالوجستان د خداي په قدرتونو عمیق فکر او بحثونه کوي. تیالوجستان یو مذهب یا عقاید په عمیقه توګه مطالعه کوې او دوي کولي شي په ټولنه کې مذهبې ستونزي او پوښتنې په ښه دلایلو او آرامه فضا کې حل کړي
لیکونکي: مسافر وطنپال
Copyright © 2021 PhilO Theo Science - All Rights Reserved.
We use cookies to analyze website traffic and optimize your website experience. By accepting our use of cookies, your data will be aggregated with all other user data.